ایکنا خبری آژانس له عراقه راپور راکړ،دغه نندارتون ټاکل شوې ده د رجب المرجب مبارکې میاشتې کې او دکربلا په بین الحرمیّن کې په پرله پسې ددوهم کال لپاره ترسره شي.
په همدې لړ کې د حسینی مقدس آستان د قرآني چارو سلاکار شیخ حسن المنصوري د مرغومې د میاشتې په څوارلسمه نیټه د یوه قرآني پلاوي په مشرۍ سره دعراق د شیعیانو د اوقافو له ادارې سره داړونده قرآن کریم د علومو دملی مرکز له مدیر رافع العامري سره کتنه وکړه او هغه ته ئې په دغه نړیوال نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړه.
په دغې کتنې کې چې په بغداد کې د رافع العامری په دفتر کې وشوه ،شیخ حسن المنصوري د حسیني آستان رسمي بلن لیک د عراق د قرآني علومو د ملی مرکز مدیر ته وړاندې کړه.
د ایران نامتو قاري او په اهواز کې د حسیني مقدس آستان د حسینی مقدس آستان د قرآن دتبلیغ دنړیوال مرکز د څانګې مسئول مهدي دغاغله او دمقدس آستان درسندويي برخې د معارفو د څانګې مسئ،ل سید علی مامیتا هم شتون درلود،دقرآن فعالیتونو او همداراز د عراق د ټولنې له قرآني واقعیّت سره په تناسب کې د قرآڼ غورځنګ د فعالیدا لپآره د ګډو ملګرتیاؤ د افقونو د پراختیا لارې چارې وارزول شوې.